د ا رګ پلاوی له عطا محمد نور سره تر دوو ورځنيو کاميابو خبرو اترو وروسته يوې موافقې ته رسيدلي دي
د ملي يووالي حکومت يوې باوري سرچينې د کب په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددې خبرو اترو لپاره د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزى او د ولسمشر ددفتر رييس سلام رحيمي دوه ورځې مخکې مزار شريف ته تللي وو.
سرچينې زياته کړې، چې ددواړو لوريو ترمنځ تېره شپه ناوخته پورې خبرې اترې وشوې او يوې موافقې او پرېکړې ته ورسېدل.
یاده سرچینه وایي، د موافقې له مخې به عطا محمد نور دنده پرېږدي، خو د هغه په خوښه به بل والي ټاکل کېږي.
تر دې څو مياشتې مخکې جمهور رییس اشرف غني عطا محمد نور له دندې لرې او انجنير داود يې د بلخ د نوي والي په توګه ټاکلى و. خو يادې سرچينې وويل، انجنير داوود به د نوي والي په توګه نه معرفي کېږي.
د يادونې وړ ده، چې عطا محمد نور د جمهور رییس له حکم منلو څخه انکار کړى او په بلخ ولايت کې يې خپلې دندې ته ادامه ورکوله.
د حکومت يادې سرچينې وويل، چې بلخ ته تللى د ارګ پلاوى به نن بېرته ستنېږي او له مشرانو سره به وروستي پرمختګونه شريکوي.