اصلي منځپانګه دانګل

د اپریل لومړۍ چې په نورو هیوادونو کې د دروغو په ورځ نومول کیږي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې هم دود شوې ده

ځوانان چې دا ورځ د تفریح او ساعت تیرۍ په توګه پېژني وايي: لږ تر لږه د یو څو شیبو لپاره په شوخۍ سره کولی شي خوشحالي وکړي. خو ځیني نور بیا دا دود د افغانانو په ګټه نه بولي.

بل پلو ارواپوهان هم د اپریل په لومړۍ دروغ ویل د خلکو د روان په ګټه نه بولي او وايي چې کیدی شي ځيني وختونه د وګړو د مړینې سبب هم شي.

د نړۍ په ځینو هیوادونو کې اپریل فول یا د اپریل په لومړۍ ورځ دروغ ویل مخینه لري. دا دود هغې دورې ته ورګرځي چې د فرانسې پاچا د میلادي کال لومړۍ نیټه د اپریل له لومړۍ د جنوری لومړۍ نیټې ته ولېږدوله. خو ځینو بیا دا پرېکړه ونه منله او اوس هم دا نیټه د میلادي کال د پیل ورځ بولي چې په اپریل فول پېژندل کیږي.

داغ دود اوس افغانستان ته هم رالیږدول شوی او ځیني ځوانان پکې دروغ وايي. ځینی یې بیا له ورځنیو کارونو څخه د واټن په توګه یو فرصت بولي. محمد‌سردار په نوم یو ځوان وایي:

"هغه شوخي چې زموږ د ملګرو د خوښۍ سبب ګرځي، لکه د یوې لنډې مودې لپاره زموږ د یو دوست د واده یا میلمستیا او یا خفه کېدل، ښه کار دی."

خو ځینې بیا له دې ورځې ښې تجربې نلري، دوی وايي چې افغانستان په داسې وضعیت کې نه دی څو داسې دودونه پکې عام شي.

صالحه یوسفي په نامه یوه پېغله داسي وایي:

"له دې ورځې یوه خاطره لرم چې دوه کاله وړاندې زما یو دوست زما د مشر ورور عکس پورته کړی و او ورته لیکلي یې وو، چې په ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی. نو د دې پوسټ له کبله شل دقیقې بې هوشه شوی وم. زموږ له پېښو ډکې ټولنه کې دا ډول دروغ ویل سم کار نه دی."

په همدې حال کې ځیني اروا پوهان رواني ستونزو ته په کتو، په افغانستان کې د دا ډول شوخیو دود کېدل ګټور نه بولي او وايي چې د یو چا په اپریل فول کولو سره کیدی شي د هغه ژوند ترې واخیستل شي.

د اپریل د لومړۍ تر ټولو جالب دروغ دا وو، چې د روسیې دولت جعلي اعلامیه خپره کړه او په هغې کې راغلي وو چې روسیه غواړي هر بهرني ته چې له روسۍ نجلۍ سره واده وکړي، هغه ته به ۱۵ زره ډالر او د روسیې تابعیت ورکوي. دا دروغ د ۲۰۱۶م کال د اپریل د لومړۍ ورځې وو چې رسنیو پرې زیات راپورونه جوړ کړل. دغه راز په ۲۰۰۵م کال کې په مریخ کې د اوبو پیدا کېدل هم هغه دروغ وو چې ټولو پرې باور وکړ.

نظیفه رحمتی

شېبه راډیو - کابل