اصلي منځپانګه دانګل

د بلخ ولايت اوسيدونکو په هلمند او ځيني نورو ولايتونو کې سولې ته د رسيدو په هدف له روان پرلتونو ملاتړ اعلان کړ

په هلمند کې تر يوې خونړۍ موټر بم چاودنې وروسته د سولې په هدف د عامو خلکو پرلتونه او ترې ولسي ملاتړ د پراخېدو په حال کې دی.

د دوشنبې په ورځ د مزارشريف ښار په روضه کې د بلخ ولايت لسګونه تنو اوسيدونکو سولې ته د رسيدو په هدف په کابل، هلمند او زابل ولايتونو کې د روانې مبارزې په ملاتړ غږ پورته کړ.

په دې غونډه کې د بلخ ولايت بېلا بېلو مدني بنسټونو ګډون کړی و، چې له وسلوالو طالبانو، نړيوالو ټولنې او افغان حکومت څخه يې د سولې په برخه کې د جدي او عملي کړنو غوښتنه وکړه.

مدني فعال سيدمحمد يزدان پرست وويل، سوله د ټولو افغانانو ګډه غوښتنه ده او ورته د رسيدو په هدف بايد جدي مبارزه وشي.

په همدې حال کې مدني فعال نجيب پيکان د هېواد په نورو څنډو کې د سولې غږ اچتونکو مبارزينو ته ډاډ ورکړ، چې د بلخ ولايت اوسيدونکي يې ملګري دي.

په داسې حال کې چې وسلوالو مخالفانو د سولې په تړاو پيل شويو پرلتونو ته تر اوسه غوڅ ځواب نه دی ورکړی، خو د بلخ ولايت مدني فعالان د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي، چې د سولې په اړه دې د خپل حسن نيت له مخې جدي او عملي اقدامات وکړي.

مدني فعال قادر مصبا يې په اړه داسې وايي.

"له افغان حکومت څخه غوښتنه کوو، چې د دې حرکت ملاتړ وکړي، له وسلوالو مخالفينو څخه هم غوښتنه کوو چې ملاتړ یې وکړي او له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه کوو چې ملاتړ يې وکړي، د افغانانو يواځينۍ اړتيا سوله ده او همدا سوله ده، چې دوی نېکمرغه کولی شي."

وروسته تر هغې، چې له نامنل شوي ډيورنډ اخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ پيل شو، نو له کرښې دېخوا د کابل په ګډون په بېلا بېلو ولايتونو کې د افغان ژغورنې په پار د سولې په موخه پرلتونه رامنځ ته شول، چې لا هم د پراخېدو په حال کې دي.

ذبيح الله احساس

شېبه راديو/ مزارشريف