د هرات ولايت اوسيدونکي وايي، په هريرود سيند کې د اوبو کموالی ښايي د دې ولايت پر کرنې هم د ناوړه اغيز وکړي.
ځايي چارواکي په ياد سيند کې د اوبو کموالی، د اقليمي بدلونونو له امله بولي.
بل پلو د اوبو او برښنا وزارت چارواکي وايي، په دې وروستيو کې د هیواد په کچه دیارلس په سلو کې د اوبو سرچینې کمې شوي دي.
په هرات کې د هریرود – مرغاب سیند د حوزې رییس نور احمد بارز وايي، که اقلیمي بدلون او د اورښتونو کمښت همداسې دوام وکړي، نو په دې ولایت کې به د اوبو کمښت لوی ناورین رامنځته کړي.
په هېواد کې د اوبو سرچینو کموالي د اوبو او برښنا وزارت هم اندېښمن کړی دی.
د دې وزارت د اوبو د تنظیم عمومي رییس سلطانمحمود محمودي وايي، د اقلیمي بدلون له کبله له ټولو ۵۷ میلیارد متر مکعب اوبو څخه یوازې ۴۹ میلیارد متر مکعب اوبه پاتې دي.
په هریرود سیند کې د اوبو کمښت د هرات د کرنې ریاست چارواکو او بزګرانو اندېښنې هم زیاتې کړي دي.
د هرات د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو رییس عبدالصبور رحماني وايي، د اوبو کمښت د دې ولایت د بزرګرانو پر ژوند او د کرنې او تولیداتو پر اندازه منفي اغیز کولی شي.
د اوبو سرچینو د کمښت په اړه دا انديښنې داسې مهال دي، چې له تېرو دريو کلونو راپدېخوا حکومت د روانو اوبو د مدیریت لپاره هڅې توندې کړي دي. خو په دې اړه د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنه هغه څه دي، چې دغه انديښنې تر اوسه نه دي رفعه شوي.