اصلي منځپانګه دانګل

نړیوال نامتو عالم سټېفن هاوکېنګ د ۷۶ کلونو په عمر مړ شو

د بریټاینا د خبري رسنیو اداره وايي، د نړۍ په لر و بر کې پېژندل شوی نامتو فزیکپوه سټیفن هاوکینګ چې د کایناتو په اړه يې مهم رازونو راسپړلي و، د چهار شنبې په ورځ د 76 کلونو په عمر ومړ.

د نړۍ یو شمیر ساینسپوهانو او مشهورو ادارو د نوموړي د مړنې له کبله غبرګونونه څرګند کړې دي.

د نوموړي زامنو لوسي، رابرټ او ټیم د یوې خبرپاڼې له لارې په خواشینۍ سره ویلي، پلار یې یو نړیوال نامتو عالم او فوق‌العاده سړی و چې کار او میراث به‌ یې تر ډېرو کلونو ژوندی وي.

د امریکا د فضايي چارو ادارې یا (ناسا) د ټویټر له لارې لیکلي، د ساینس سفیر نظریو د کایناتو په اړه مهمې پنځونې کړې وې.

امریکايي ساینس‌پوه نېل ډي‌ګراسس ټایسن وايي، د نوموړي مړينې د ساینس په برخه کې ستره خلا لامنځ‌ته کړه، خو د نوموړي نظریو دا خلا ډکه کړې ده.

همداراز یو بل امریکايي فزیک‌پوه جان پرېس‌کېل وايي، د هاکینګ هلو ځلو مېلیونونه ځوانان وهڅول چې د هغه دا غوره لاره تعقیب کړي.

سټیفن هاکینګ په ۲۱  کلنۍ کې د اعصابو په یو ډول نادرې ناروغۍ تر اخته کېدو له خبرو کولو ولوېده او په خپلو پښو له ګرځېدو د عمر تر پایه پاتې شو، خو هغه د یوې ځانګړې کمپیوټري الې په وسیله‌ یې خبرې کولې.

ډاکټرانو ویل چې نوموړی به تر ډېره ژوندی نه وي، سټیفن هاګینګ ۵۵ کاله نور ژوند هم وکړ.

سټیفن هاوکینګ د کایناتو په اړه ډېرې علمي پنځونې کړي او څو علمي کتابونه یې لیکلي چې تر ټولو نامتو یې (د وخت لنډ تاریخ) نومېږي. د نوموړي دا کتاب په ۱۹۸۸ میلادي کال کې خپور شو چې په نړۍ کې له ۱۰ میلیونو څخه زیاتې نسخې یې وپلورل شوې.

په ۲۰۱۴ کال کې د هغه پر ژوند (د هر څه نظریه یا The Theory of Everything -) په نوم فلم هم جوړ شو چې تر دې مهاله يې مېلیونه کسانو ننداره کړې ده.

ضمیر ساپی