اصلي منځپانګه دانګل

طالبان د ننګرهار په ځینې ولسوالیو کې د پوهنې بهیر په خپله خوښه پر مخ بیایي

د ننګرهار په خوګیانو او شیرزادو ولسوالیو کې طالبانو د ښوونځیو نظارت لپاره خپل کسان ګمارلي او د ښوونیز سیستم په چاروکې مداخله کوي.

پرحکومتي مقاماتو نیوکې دادي، چې نظارت لپاره د سلګونه کارکوونکو په موجودیت کې هم د ښوونځیو په چارو بشپړ کنټرول نه لري.

د ننګرهار په شيرزادو او خوګياڼيو ولسواليو کې طالبان په ښوونيز سيسټم کې لاسوهنه کوي او د ښوونيز نظام ټولې چارې يې په خپل لاس کې اخيستې دي.

له سيمې څخه يو شمېر اوسېدونکو د نوم او غږ نه خپرولو په شرط شېبه راډيو ته ويلي، چې طالبانو په خوګياڼيو او شېرزادو ولسواليو کې تعليمي نصاب او معلمين په خپله خوښه ټاکلي دي.

که څه هم د پوهنې د برخې فعالين په شیرزاد او خوګياڼيو کې د طالبانو د نصاب عملي کېدل د راتلونکي لپاره يو ګواښ بولي، خو طالبانو په سيمه کې د خپل نصاب د عملي کېدو لپاره پراخ تبليغات پيل کړي دي.

د خوګياڼيو ولسوالۍ يو اوسېدونکی سيد رحمان په همدې اړه وايي:

"د حکومت او د معارف کسان نشي راتلای؛ ځکه هلته د امارت کسانو واک دی بر د امارت او مخ پورته د حکومت کسان دي معلمانو ته وايي، چې غیر حاضري ونکړي او مکتبیان دي ځانونه مکتبونو ته ورسوي”.

د پوهنې د برخې فعالان بيا په بيلابيلو سيمو کې د طالبانو له خوا د معلمينو ګمارل او د خپل نصاب عملي کول د راتلونکي نسل لپاره يو زيان اړونکی پلان ګڼي.

د پوهنتون استاد سلیمان شیرزي په دې اړه شيبه راډيو ته وويل، چې ددې چارې په دوام د پوهنې راتلونکی خرابیږي او بې باوري زیاتیږي.

"منحیث د یوه استاد دا راسره ویره ده، چې که زموږ اکاډمیک ماحول او پوهنتونونو ته چې څوک راځې ډیر کم علمي ظرفیت به لري په فکري لحاظ به د محصل رغونه ستونزمنه شي او ددې ترڅنک ښوونځی سره علاقه کمیږي هلته چې د ناکامۍ ویره نه وي د حاضرۍ کنټرول نه وي."

خو د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي بيا ډاډ ورکوي چې په شيرزادو او خوګياڼو ولسواليو کې د دوی نصاب پخپل حال روان دی.

د پوهې ریاست مطبوعاتي مسول محمد اصف شینواری په دې اړه وايي:

"تراوسه موږ داسې مشکل سره نه یو مخ شوي چې هغه دې د نصاب سیستم ته زیان ورسوي یا دې نصاب تغیر کړي، دې کې هیڅ ډول ستونزه نشته، موږ ته دا مهمه ده چې د ښوونځیو دروازې دې د زده کوونکو پرمخ پرانیستې وي او کومه ستونزه دې نه وي."

د ننګرهار د معارف چارواکو په وينا پر ښوونځيو د نظارت لپاره د پوهنې ریاست کارکوونکي په ټولو سيمو کې پر کار بوخت دي؛ خو زیاتوي، چې د هر هغه چا د فعاليت هرکلی کوي، چې د معارف د بهیود لپاره یې ترسره کوي.

توریالی همت

شیبه راډیو/ جلال اباد