اصلي منځپانګه دانګل

په راتلونکو دوو ورځو کې به د بلخ ولايت برخليک معلوم شي: انجینیر داود

د بلخ ولایت لپاره نوی ټاکل شوی والي وايي، په راتلونکو دوو ورځو کې به د بلخ ولایت پر سر رامنځته شوی کړکېچ پای ته ورسېږي.

انحینر داوود په دې اړه له شېبه راډیو سره په مرکه کې د زیاتو جزیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې په راتلونکو څو ورځو کې به دا موضوع یوې خواته شي.

ښاغلی داوود وايي: «دا د حکومت کار دی. هره ورځ یوه خبره تکراروم، خو ځای نه نیسي. زه د دواړو لوریو مصلحت ته په تمه یم چې څه کوي؟ خو په راتلونکو دوو ورځو کې به د بلخ موضوع نتیجه په ډاګه شي.»

جمهور رییس اشرف غني شاوخوا درې میاشتې وړاندې د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور استعفا لاسلیک کړه او پر ځای یې انجینر داوود وټاکه.