اصلي منځپانګه دانګل

وسله‌والو د ننګرهار په مومندره کې یو ښوونځی سوځولی

مومندره ښوونځی سوځولی

تېره شپه شاوخوا نهه بجې د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ ایمل خان لیسې ته څلور وسله‌وال ورغلي، څوکیداران یې تړلي بيا يې د ښوونځي د کتابونو خونې ته اور اچولى دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼى وايي، په دغه پيښه کې د لیسې د کتابونو خونه سوځیدلې او پر وخت د ولسوالۍ د پولیسو له لوري اور مړ شوى دی.

د ننګرهار د پوهني ریاست مسوولین وایي، په دې پیښه کې یو شمېر زاړه کتابونه، دفتري وسایل او له کاره وتلي نور توکي سوځیدلي دي.

د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينوارى وايي، د ليسې ودانۍ کې د پوهنې امريت هم فعاليت درلود. د معلوماتو په اساس ایمل خان لیسه کې سلګونه هلکان او نجونې په زده کړو بوخت دي.

تر اوسه د پیښې په اړه د حکومت کومې مخالفې وسله‌والې ډلې څه نه دي ویلي.